تازه خبرونه

د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوالې ټولنې د افغانستان غړیتوب ځنډولی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان پدې ټولنه کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.

د افغانستان کانونه تل د حکومت او خلکو لپاره د سرخوږۍ لامل شوي؛ له کانونو څخه د زورواکو، وسلوالو مخالفانو، د کانونو د قاچاق وړونکیو غیرقانوني ګټه اخیستنه او داسې نورې لویې ستونزې جدي ګڼل شوې دي.

دغه ستونزې د دې سبب شوې، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت نړیوال سازمان په دې ټولنه کې د افغانستان غړیتوب وځنډوي.

دا سازمان وايي، دغه کار کولی شي د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې د ملي وحدت حکومت لپاره د خطر زنګ وي.

دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کانونو په استخراج کې د حکومت هڅې بسنه نکوي؛ خو د کانونو وزارت دا ادعا ردوي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، چې د کانونو وزارت د اصلاحاتو او قوانینو په برخه کې ګټورې چارې ترسره کړې دي او دا لړۍ به روانه وي.

نوموړی زیاتوي، چې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ځنډېدل لنډمهاله دي. دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.

کارپوهان وایي، دغه کار د کانونو په استخراج کې د پخواني او اوسني حکومت د ناکامۍ څرګندونه کوي.

افغانستان په ۱۳۸۷ کال کې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب ترلاسه کړ؛ خو د کانونو وزارت په دې سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ځنډېدل لنډمهاله بولي.

د افغانستان پر کانونو څارونکي بنسټونو د شمېرو پر اساس، ترهګرې ډلې، زورواکي او قاچاق وړونکي د هېواد په څو برخو کې ګڼ شمېر کانونه تر ولکې لاندې لري.

خبریال: اکبر لودین

Trending

Exit mobile version