بلخ @ps

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو برید پر شاتمبول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د تخار امنیه قومنداني وایي، وسلوالو تېره شپه د درقد ولسوالۍ  پر مرکز برید وکړ، چې امنیتي ځواکونو پر شا وتمباوه.

د تنخار امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وایي، په دې نښته کې لس وسلوال وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي، په دې برید کې درې امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ په برید کې تر۱۵۰ پورې وسلوالو برخه اخیستې وه .

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version