تازه خبرونه

د داعش او طالب جنګیالیو له جګړې پکتیا ته کډوال راغلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پکتیا ته د کونړ له چپې درې ولسوالۍ یو شمېر ډېرې کورنۍ د داعش او طالب جنګیالیو د جګړې له کبله راکډه شوي او څرګندوي، چې دواړو خواوو ترې د ملاتړ غوښتنه کوله؛ ځکه، نو کډې کولو ته اړ شول.  

د کونړ ولایت له چپې درې ولسوالۍ څلورڅلوېښت کورنۍ د جګړې له کبله پکتیا ته را کډه شوي او په سره لمر کې له ماشومانو سره د بېوسۍ شپې او ورځې تېروي.

له کونړ بیځایه شوی عزیز الله نومی وایي؛ په چپه دره کې د داعش او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې وې او ورځنی کارو بار مو ترې نشوی کولی.

له کونړه یو بل بېځایه شوی کشمیر خان نومی وایي؛ سرپنا او خوراکي توکي نلرو او له حکومته  لاسنیوی غواړو.

له جګړې دا راکډه شوی مطیع الله څرګندوي، چې د داعش او وسلوالو طالبان په جګړه کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او دواړو خواوو د یو بل په مقابل کې ترې د ملاتړغوښتنه.

پکتیا ولایتي اداره وايي د کورنیو سروې به وکړي او ډېر ژر به لومړنۍ مرستي پرې وویشي نور حال فریدالله احمدزی له پکتیا راکوي. 

صادیق نومی کډوال ماشوم هم ویلي، چې د سخت جنګ له کبله ښوونځی ترې په اتم ټولګي کې پاتې شو او له خپلې کورنۍ سره پکتیا ته راغلی.

دی زیاتوي؛ د خوراکي توکو د نشتوالي له کبله نور ډېر ماشومان له لوږې سره مخ يو.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت مني، چې له کونړ ولایت څخه یو شمېر کورنۍ د جګړې له کبله راکډه شوي او وايي؛ د دوی سروې روانه ده، چې په بېلابېلو برخو کې به ورسره ژر تر ژره  مرسته وشي.

له کونړ ولایت څخه پکتیا ته راکډه شوي وايي، که حکومت په چپه دره ولسوالۍ کې د داعش او وسلوالو طالبانو ترمنځ د جګړو مخه ونه نیسي ډېرې کورنۍ به د دوی په څېر نورو سیمو ته کډه شي؛ ځکه، چې هلته ژوند ناشونی شوی دی.

Trending

Exit mobile version