تازه خبرونه
د بادغیس په هوايي بریدونو کې لس ولسي وګړي وژل شوي
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي وايي؛ د بالامرغاب ټولې سیمې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او یوازې د ملي اردو یو کنډک، چې اوس پرې جګړه روانه ده له دولتي ځواکونو سره دی.
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی وايي، چې په هوايي بریدونو کې لس ولسي وګړي وژل شوي دي.
ښاغلی اکازی پر حکومتي چارواکو نیوکه کوي، چې د ولسي وګړیو ژوند ته پام نکوي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی بیا وايي، چې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې شپږ ولسي وګړي او شل وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د بادغیس مدني فعالان په ابکمري ولسوالۍ کې د کوماندو سرتېرو تلفات او د بالامرغاب ولسوالۍ سقوط سخت اندېښمن کړي دي.
امنیتي چارواکو ویلي، چې ډېر ژر به تازه دمي ځواکونه او پوځي تجهیزات د طالبانو د سنګرونو د ویجاړولو لپاره دغه ولایت ته ولیږل شي.