بلخ @ps
د بدخشان ولایت جهادي قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي منلې، چې د بدخشان ولایت جهادي قومندان نذیر محمد نیازی نن ماښام د فیض آباد ښار د مخابراتو په چمن کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له کبله وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.
نوموړي جهادي قومندان د سیمه ییزو پاڅونوالو د قومندان او د فیض آباد د ښاروال په توګه هم دندې تر سره کړې وې.
ویل کیږي، چې دغه ماین د فوتبال لوبغالي ته نږدې ځای پر ځای شوی و.
د دغې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستې.