بلخ @ps

د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ ته پوځي عملیات وغزول شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنیتي مسوولینو ویلي؛ د تخار د خواجه غار ولسوالۍ له پاکولو وروسته د امنیتي او دفاعي پوځي عملیات دشت قلعه ولسوالۍ ته غزول شوي دي.

په تخار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده.

د خواجه غارولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ خلکو ته په جګړو کې زیان اوښتی او له حکومت غواړي، چې د آزادو شویو سیمو د ساتلو لپاره امنیتي پوستې جوړې کړي.

 امنیتي مسوولین وايي؛ طالبانو ته درنده زیانونه اوښتې او امنیتي ځواکونه به د تخار هغه ولسوالۍ هم پاکې کړي، چې طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

د خواجه غار ولسوال ملاعمر ويلي، چې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ دولتي ادارې او د بازار یوه برخه سوځولي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبانو د خلکو ډېر کورونه  او دولتي ادارې هم لوټ کړي دي.

طالبان تر اوسه هم د دشت قلعه، چاه آب او ینګي قلعه ولسوالیو په ځینو برخو کې هڅي لري.

د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا، چې دا جګړه رهبري کوي وايي؛ د خواجه غار ولسوالۍ له پاکولو وروسته به عملیات نورو ولسوالیو ته هم وغزول شي.

د طالبانو دا بریدونه د ولسمشرۍ له ټاکنو یوه ورځ مخکې د بهارک، خواجه غار او چاه آب ولسوالیو پر مرکزونو پيل شول، چې د تالقان ښار ترڅنډو پورې ورسیدل؛ خو له پېنځه ورځو را پدیخوا د تالقان ښار څنډې، بهارک او خواجه غار ولسوالۍ له طالبانو پاکې شوې دي.

Trending

Exit mobile version