بلخ @ps
د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی
تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو کرنیز ولایت دی، چې له کندوز وروسته د غنمو او نورې غلې دانې په تولید کې پوره شهرت لري.
دا، چې تخار ډېرې اوبه لري؛ نو د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ په کې شولې هم کرل کیږي.
سپینه سیله، هندي، ایراني شولې، زراعتي سرې، لونګي، باسمتي او نورې شولې په دې ولایت کې کرل کیږي.
د تخار د کرنې او مالدارۍ رییس معراج الدین مهربان وايي، سږکال د شولو حاصلات ډېرشوي او په ټولیزه توګه په روان کال کې ۱۶۰ زره ټنه شولې ترلاسه شوې دي.
بزګران هم سږکال د شولو له حاصلاتو خوښ دي او د کمیاوي سرې او تخمونو په برابرولو کې د کرنې ریاست پر نه همکارۍ نیوکه کوي.
دوی ويلي، د شولو کرل لګښت او ډېر کار غواړي؛ نو، ځکه یې هرڅوک نشي کرلی او هغه کسان، چې دا کار کوي ځمکه پر نیمایي نیسي.
په تخار کې د شولو کرل تراوسه هم په دودیزه بڼه ترسره کیږي، چې د بزګرانو په وینا که دا چاره ماشیني او میکانیزه شي؛ نو د شولو په حاصلاتو کې به نور ډېروالی هم راشي.