بلخ @ps

د تخار ینګي کلا ولسوالي له وسلوالو طالبانو پاکه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د تخارولایت  ینګي کلا ولسوالي د وسلوالو طالبانو  له شتون پاکه شوه.

دوه اوونۍ مخکې په تخار کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل او اوس په درقد کې روان دي، چې په کې پېنځه کاله مخکې طالبانو فعالیت پیل کړی دی.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند ویلي؛ دا عملیات به تر هغې روان وي، چې تخار په بشپړ ډول پاک شوی نه وي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ عملیات د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره لږ ورو پر مخ ځي.

د تخار والي ویاند وایي، د تخار د ټولو سیمو له پاکولو وروسته به د دې سیمو د امنیت ساتنې پلان اجرا او امنیتي پوستې او مرکزونه به جوړ شي.

د کوکچې سیند پر غاړه په پرتو ولسوالیو کې خلک وایي، روانو عملیاتو ډېر ستړي کړي او له حکومت غواړي، چې په نیول شویو سیمو کې ډېر ځواکونه ځای پر ځای کړي او د طالبان د بیا راګرزیدنې مخه ونیسي.

د تخار خلک د عملیاتو په ټکني توب نیوکه کوي او وايي؛ تر هغې، چې درقد  په بشپړ ډول پاک نشي، دا عملیات به بې ګټې وي.

Trending

Exit mobile version