تازه خبرونه
د بشرحقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې پر ملکي زیانونو اندېښنه ښودلې
په افغانستان کې اتلس کلنه جګړه د جګړې پر ښکېلو غاړیو سربېره ملکي وګړي هم قربانې کړي او دا لړۍ د هرې ورځې پر تېریدو زور اخلي.
د شنبې پر ورځ( د لړم یوولسمه) د نهو ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکیان په تخار کې ووژل شول.
د دې ولایت پوځیان ویلي، چې طالبانو دغه بریدونه پلان کړي وه؛ خو طالبانو هم دغه بریدونه غندلي دي.
په ورستیو څو میاشتو کې د ملکي خلکو تلفات په بي ساري ډول زیات شوي او یاد کمیسیون ویلي، چې ښکېلې خواوې باید د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې هڅې وکړې.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنر نعیم نظري څرګنده کړې، چې په دې وروستیو کلونو کې په ځانکړي توګه له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ملکي وګړیو تلفات په بې ساري کچه لوړ شوي او لامل یې په جګړو کې بې غوري ده.
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې طالبان له ملکي وګړیو د سپر په توګه کار اخلي او یا هم په ځینو برخو کې پرې قصدي برید کیږي؛ نو له همدې کبله د ملکي کسانو تلفات لوړ شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحمیمي منلې، چې په ځینو مواردو کې د افغان ځواکونو پر عملیاتو ملکي وګړیو ته تلفات اوښتي دي؛ خو ډېری وخت ملکي وګړي د دولت د وسلوالو لخوا قرباني کیږي او تردې حده، چې په قصدي ډول تر برید لاندې راغلي دي.
د بشري حقونو مدافعین د جګړې ښکېلې خواوې د بي ګناه کسانو پر وژلو تورنوي او په دې وروستیو کې پرافغان ځواکونو هم له همدې کبله نیوکي کیږي.