بلخ @ps
د تخار د رستاق ولسوالۍ مخې ته د نامسوولو وسلوالو پر وړاندې اعتراض شوی
د تخار رستاق ولسوالۍ ځینو اوسیدونکیو په دې ولسوالۍ کې د نامسوولو وسلوالو پر شتوالي او هڅو اعتراض کړی.
د رستاق ولسوالۍ مخې ته اعتراض کوونکی محمد عالم څرګنده کړې؛ له څلورو ورځو راهیسې د ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د هدفي وژنو او نامسوولو وسلوالو د ظلم او زور زیاتي په وړاندې د تحصن خیمې درول شوي؛ خو چا یې خبره نه ده اوریدلې.
اعتراض کوونکیو په یوه لاریون کې پر حکومت نیوکه وکړه، چې د نامسوولو وسلوالو پر زور زیاتي سترګې پټوي.
د رستاق ولسوال معلم حسین هم نامسوول وسلوال د حکومت په وړاندې ستره ننګونه بولي.
د نوموړي په وینا؛ په سیمه کې روان حالت د سیمه ییزحکومت پر وړاندې لویه ستونزه ده.
دی زیاتوي، تر هغې، چې له نامسوولو وسلوالو وسلې ټولې نه شي، په رستاق کې د حکومت شتوالی کومه معنا نه لري.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیروایي، ژر به په دې اړه اقدام وشي.
د رستاق مدني فعال خلیل بیژن هم له حکومت غواړي، چې دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.
په همدې حال کې د تخار پولیس وایی.
اعتراض کوونکي خبرداری ورکوي، چې که یې غوښتنو ته پاملرنه ونشي، خپل اعتراضونه به پراخ کړي او د تالقانو تر ښاره به یې ورسوي.