تازه خبرونه
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وګواښه
د رایو بیا شمېرلو د بهیر له دریدو دوه ورځې وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مرستیال ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مسوولینو سره یې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۲۴) خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
د دې ډلې مرستیال ویلي، د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د دوی د تېرې ورځې ناسته بې پایلې پای ته ورسیده؛ خو دا ډله له کمیسیون سره خبرو ته چمتووالی ښيي او وایي، دا بنسټ باید فرصت له لاسه ورنکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ هم ویلي، مونږ هم د ټاکنیزو ډلو سره یوې حل لارې موندلو لپاره خبرې اترې روانې ساتلې او د رایو د بیا شمېرنې بهیر مو تر پایلې ځنډولی دی.
د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکي ادعا کوي، چې اعتراضي نظریات یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ اړوند تویتر او فیس بوک شبکو کې پاکیږي؛ خو یوناما ویلي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه ناپېیلي دي.