بلخ @ps
د تخار سلګونه خلکو د بې بایو متریک رایو د باطلولو غوښتنه وکړه
په تخار کې له شل ورځو را پدیخوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ملاتړیو په تالقان ښار کې د تحصن خیمه درولې ده.
دوی د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۱) په یو لاریون کې د ولسمشر او ټاکنیزو کمیسیونونو د رییسانو پر ضد شعارونه ورکړل.
لاریونکوونکي وايي؛ درغلي په هیڅ صورت نه مني او د ټاکنو له کمیسیون غواړي، چې اصلي لارې ته راوګرځي او د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې له ملاتړ لاس واخلي.
دوی دا هم ویلي، هرډول قربانۍ منلو ته چمتو دي؛ خو درغلي به هیڅکله ونه مني.
لاریونکوونکيو ویلي، مونږ خپلو غوښتنو ته د رسیدو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو يو او په دې لاره کې به هیڅ هڅه ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تالقان ښار د کمیسیون د ګودام او چهارآسیاب سړک له شل ورځو را پدیخوا د وسایطو پرمخ بند دی او د دوشنبې پر سهار لاریونکوونکیو د بدخشان ـ تخار لار او د ښار ټول پلورنځي د څو ساعتونو لپاره وتړل.
دوی ویلي؛ تر هغې به یې اعتراض دوام ولري، چې غوښتنې یې منل شوې نه وي.