بلخ @ps
د تخار په خواجه بهاالدین کې ۲۱ پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛ وسلوالو طالبانو د یکشنبې پر شپه د خواجه بهاالدین ولسوالۍ د لاله ګذر د سیمي د کوکچې سیند پرغاړه ولسوالیو د پاڅونوالو د مشر ملک تاتار د افرادو پر قرارګاه برید کړی، چې له کبله یې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د تخارامنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د کوکچې سیند پرغاړه په پرتو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو د ګواښونو د له منځه وړلو پر موخه د یکشنبې پر سهار ګډ عملیات تر سره شوي دي.
په تخار کې مدني مخکښانوهم د دې ولایت پر اوسني امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړې ده.
د تخار ولایت مدني مخکښ اسد الله زمري ویلي؛ حکومت مخابراتي شبکو ته په شپه کې د فعالیت زمینه برابره نکړه، چې له کبله یې طالبانو د شپې بریدونه هم ډېر کړي دي.
د تخار اوسیدونکي وايي ترهغې، چې حکومت نیول شوې سیمې ونه ساتي؛ عملیات پایله نلري.