تازه خبرونه
د بدخشان د کانونو له ناقانونه کیدنو وسلوال ډېره ګټه تر لاسه کوي
د بدخشان مدني ټولني غړي څرګندوي؛ د دی ولایت د کانونو لویه برخه د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا ناقانونه کیندل کیږي، چې د ورځي ۳۵ زر دالر له دې لارې د دوی جیبونوته ځي.
که څه هم د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا د معادنو ناقانوني کیندنه کومه نوې خبره نده؛ خو د بد خشان مدني ټولنې یو شمېر غړي ادعا کوي، چې وسلوال مخالفین او زورواکي له دی لاری میلیونونه دالر ترلاسه کوي.
د بدخشان د مدني شبکې مشر سیف الدین سیاس وايي، د ورځي اووه منه سره زر په دې ولایت کې له زورواکانو سره د جوړجاړي له لارې ناقانونه ترلاسه کیږي او پیسې يې د وسلوالو مخالفانو شخصي جبیبونو ته ځي.
که څه هم د کانونو او پطرولیم وزارت د دولت وسلوالو مخالفانو، زورواکانو او د سیمي اوسیدونکیو لخوا د کانونو ناقانونه کیندنې مني؛ خو وايي، په هغو سیمو کې، چې د دولت په حاکمیت کې دي ناقانونه کیندنې ډېرې کمې دي.
د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي که څه هم دکانونو او پطرولیم وزارت د کانونو ناقانونه کیندنې د زورواکانو کار بولي؛ خو څرګندوي؛ هڅه کوي، چې له امنیتي بنسټونو سره په همغږي کې د کانونو ناقانونه کیندنو مخه نیسي او نیول شوې هم ده.
کارپوهانو ويلي، چې که حکومت د کانونو ناقانونه کیندنو مخه ونیسي؛ په اوږد مهال کې به هېواد له اقتصادی پلوه پر ځانبسیا شي.