تازه خبرونه
د داعش د خراسان څانګې مشر ملي امنیت ونیولو
د ملي امنیت د څرګندونو له مخې؛ اسلم فاروقي په لومړنیو څرګندونو کې د سیمې له استخباراتو سره د داعش د خراسان څانګې له اړیکو پرده پورته کړې ده.
د یاد ریاست په څرګندونو کې راغلي؛ عبدالله اورکزی، چې اسلم فاروقي هم یاد شوی د اورکزي اجنسۍ د آخندزادګانو د اړوند سیمې ځایي اوسیدونکی دی. نوموړی له دې مخکې د پېښور ښار، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو د درې پوځي مسوول او په خیبر اجنسي کې د داعش د عملیاتو د مسوول په توګه دندې تر سره کړي، چې بیا د باجوړي ابو سعید له وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې والي نومول شوی دی.
د ملي امنیت په اعلاميه کې دا هم راغلي؛ نوموړي د لشکرطیبه او حقاني شبکو سره هم نږدې اړیکې درلودې، چې اوس دغه اړیکې د داعش د خراسان له څانګې سره پراخې پاتې دي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې په افغانستان کې د داعش پوځي مسوول قاري ذاهد مشهور په معاذ او په ننګرهار کې د داعش د جلب او جذب مسوول سیف الله مشهور په پاکستاني ابو طلحه هم له نوموړي سره یو ځای نیول شوي دي.
ملي امنیت ویلي، چې د دغو نیول شویو کسانو په اړه به بشپړ معلومات په نږدې راتلونکي کې د افغانستان خلکو او رسنیو ته وړندې شي.