بلخ @ps
د بدخشان زیباک ولسوالي د طالبانو لاسونو ته ولويده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې طالبانو د جمعې په سهار شپږ بجې پر ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړل او شاوخوا درې بجې یې دا ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوسته.
مخکې له دې د پولیسو د اته سوه اتم زون ویاند هم د ولسوالۍ د سقوط لپاره د طالبانو ډله ییز بریدونه تائید کړي وه.
د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن په ټول هېواد کې د منصوري نومو پسرلنيو عملیاتو له پیل خبر ورکړی دی.