تازه خبرونه
د ستایش قریشي قاتل اعدام شو
Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱
د شپږ کلنې افغان نجلۍ ستایش قریشي قاتل اعدام شو.
هغه تنکی ځوان، چې په ایران کې پر ۶ کلنې افغان نجلۍ ستایش قریشي د جنسي تېري پر تور نیول شوی و؛ نن سهار پر دار وځړول شو.
د دغه تنکي ځوان د اعدام حکم د کرج ښار په زندان کې تر سره شوی دی.
افغان کډواله ستایش قریشي، چې د تهران په ورامین سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده؛ تېر کال د یو ایراني تنکي ځوان امیر حسین لخوا تښتول شوې وه او بیا له جنسي تېري او وژلو وروسته یې مړی پر اسیدو سوځول شوی و. د دغې افغان نجلۍ مړی یوه ورځ وروسته له تښتولو د ګاونډ په کور کې پیدا شو.
د بښنې نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو حقوقي سازمان کارپوهانو د ایران له قضایي ارګان څخه د دغه تنکي ځوان د اعدام د مخنیوي غوښتنه کړې وه؛ ځکه، چې نوموړی له ۱۸ کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکی و.
