تازه خبرونه

د تاشکند غونډه دایمي سولې ته د رسیدو په موخه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د درویشت هېوادونو او سازمانونو استازي راغونډ شول او پر دې یې خبرې وکړې، چې افغانستان له روان او پیچلي بحران څخه څنګه بهر کیدای شي.

په دې غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني له ګډونوالو وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره مبارزې او دایمي سولې لپاره له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مونږ د سولې لپاره له ټولو فرصتونو کار اخلو. ځيني ګامونه اخیستل شوي؛ خو د ګواښونو د مخنیوي او د سولې ټينګښت لپاره ستاسو ملاتړ ته اړتیا ده. مونږ باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړو او نادر فرصتونه باید له لاسه ورنکړو.

ولسمشر غني د سیمې د هېوادونو خطرونه شریک وبلل او زیاته یې کړه، چې ګډو موخو ته د رسیدو لپاره باید لاسونه سره ورکړو.

ښاغلی غني زیاتوي: ترهګریزې شبکې له یو بل سره نښتي دي او ګډې موخې لري. افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لومړۍ کرښه ده. په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمېر دوه زره ته رسیږي، افغان ځواکونه په میړانه ور سره جنګیږي او د هغوی زر تنه یې له منځه وړي دي.

ولسمشر غني د سیمې په کچه لویو پروژو ته په اشاره کې وویل، چې که خطرونه ورک نکړو، سولې او پرمختګ ته رسیدل ناشوني دي.

هغه وایي: مونږ له یو بل څخه جلا کیدونکي نه یو. اړتیا ده، چې همکاري وکړو، روانه جګړه د افغانستان په موقعیت کې ده او بهرني جګړه ماران هڅه کوي، چې له وسلوالو طالبانو سره زمونږ د خبرو مخه ونیسي.

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان پر ناامنیو اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې سولې ته د رسیدو لپاره باید اوربند وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایوف وایي: د افغانستان ثبات د سمیې د ثبات په معنی دی. مونږ باید له افغانستان سره همکاري وکړو، چې سولې ته و رسیږي او اقتصاد یې وده وکړي. مونږ له ترهګرو سره هر ډول مبارزې ته تیار یو که څه هم پوځي ګوزار ته اړتیا پیدا شي.

اروپايي ټولنې هم د افغان دولت د سولې له پروګرام ملاتړ وکړ.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فدریکا موګیریني وایي: دا د افغان دولت وسلوالو مخالفینو ته طلايي چانس دی، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي. اروپايي ټولنه په دې برخه کې هر ډول مرستې ته تیاره ده. مونږ غواړو له تور نوملړ څخه د وسلوالو طالبان د نومونو په ایستلو کې هم همکاري وکړو.

د تاشکند په غونډه کې د نشه يي توکو پر قاچاق او له ترهګرو سره د وسلو  پر مرسته هم اندېښنه وښودل شوه.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version