تازه خبرونه

د تاشکند غونډه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهمه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او ایران اسفیران وايي، چې د تاشکند غونډه د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهمه ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر د تاشکند غونډه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سمیه ییزې او نړیوالې اجماع ښه بېلګه ګڼي. په دې شرایطو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په کار ده، چې د افغانستان تر څنګ ودریږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایودان وایي: دا د سیمې د هېوادونو د رهبرانو لپاره ښه فرصت دی، چې په دغه غونډه کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د اقتصادي همکاریو انګیزه رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي هم له آریانا نیوز سره په خبرو کې وویل، چې د سیمې ثبات د افغانستان له سولې پرته ناشونی دی.

که څه هم د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ښکاره په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ څرګندوي؛ خو امریکايي چارواکي او د افغانستان په لویدیځ کې ځيني مسوولین په ایران تور لګوي، چې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version