تازه خبرونه

د غبرګولي( جوزا) پر ۵ نېټه د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش څرګند کړ، چې له مخې به یې د غبرګولي( جوزا) په ۵ نېټه  د کاندیدانو نوملیکنه پیلیږي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش یو ځل بیا بدل او لاندې تغیرات په کې راغلي دي:

د کاندیدانو نوملیکنه د غبرګولي( جوزا) له پېنځمې څخه تر دوه ویشتمې پورې کیږي، چې مخکې دا نوملیکنه د عبرګولي پر لومړۍ نېټه پیلیده.

د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې د تلې پر نهه ویشتمه او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې په د سلواغې پر څلورمه اعلانیږي، چې له مخکني مهالوېش سره څو ورځې توپیر لري.

د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوماند کیدو ته تحصیلي سند مهم ګڼل شوی؛ خو لازمي نه دی. د ولسوالیو د شوراګانو لپاره بیا د دولسم ټولګي سند شرط بلل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد اټکل کوي، چې ښايي د دواړو ټاکنو لپاره د کاندیدانو شمېر زرګونو ته ورسیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي وایي، چې له دې ټولو سره سره په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره پیل شوې نوملیکنه ډېره پیکه او د اندېښنې وړ بلل کیږي. د نوم لیکنې په اته ورځو کې دوه سوه دېرش زره کسانو نومونه لیکلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره یې پر عامه پوهاوي تمرکز کړی او په لویو ښارونو کې به د هوا له لارې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي پاڼې وغورزول شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version