تازه خبرونه

د راروان کال ملي بودجه مشرانو جرګې ته واستول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه، چې درې سوه نهه نوي میلیارد افغانۍ اټکل شوې؛ دوه سوه پېنځه اویا میلیارد افغانۍ په کې عادي او پاتې یو سل و څلیریشت میلیارد افغانۍ یې پرمختیايي بودجه ده.

د مشرانو جرګې غړي وايي، که د بودجې په سند کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه وي شوې؛ دوی به یې رد کړي.

د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د بودجې په جوړښت کې یې د هېواد اړتیاوې په پام کې نیولي او په نړیوالو معیاریونو یې جوړه کړې ده.

د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي وايي؛ په روان کال کې کورني عواید لوړ شوي، چې له دوی سره یې د بودجې په جوړښت کې مرسته کړې ده.

د مشرانو جرګې غړی فرهاد سخي ويلي، که په ملي بودجه کې د دوی وړاندیزونو ته ځای ورنکړشي؛ دوی به د بودجې د تائيد رایه ورنکړي.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون ريیس محمد عظیم قویاش وایي: په تېرو څو کلونو کې د بودجې په اړه زمونږ اندونو ته پاملرنه نده شوې؛ نو څه اړتیا ده، چې پر دغه سند ۱۵ ورځې کار وکړو.

د مشرانو جرګې رييس وايي؛ سناتورانو ته په کار ده، چې د بودجې د تائيد لپاره تفاهم ته ورسیږي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وایي: دا د قانون حکم دی، چې د بودجې په اړه خپل مشورتي اند څرګند کړو؛ باید د بودجې د تايید لپاره تفافم ته ورسیږو او هره پرېکړه، چې دې جرګې وکړه ورته احترام لرو او هغه به پلې کوو.    

د مشرانو جرګې غړي وايي، دوی به د بودجې ارزونه وکړي او دا به په ډاګه شي، چې په بودجه کې توازن او پرمختیا ته څومره پاملرنه  شوې او په کې د خلکو غوښتنې څومره نغښتل شوې دي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version