تازه خبرونه

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له قوانینو څخه سرغړونو اندېښمن کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د اویايمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې سږ کال د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ولسي تلفاتو شمېر لوړه شوی دی.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب څخه اویا کاله تېریږي؛ خو په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي؛ د جګړې قربانیانو ته نه پاملرنه، په دولتي او نادولتي بنسټونو کې اداري فساد، له ماشومانو څخه ناوړه استفاده او جنسي ربړونې هغه موارد دي، چې له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونې بلل کیږي.

 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وايي، چې په افغانستان کې په اووه بېلا بېلو برخو کې د بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ده؛ په روانه جګړه کې ملکي تلفات، جنسي تېري، اداري فساد او نور هغه موارد، چې له بشري حقونو ښکاره سرغړونې نومول شوي دي.

هغې زیاته کړې؛ چې میرمنې اوس هم له لومړنیو حقونو بې برخې دي او له تاوتریخوالي سره مخ دي. همداوس ښځې له کورونو بهر تشنابونه نلري، چې دا هم د هغو له بشري حقونو یوه سرغړونه ده.

د یوناما د بشري حقونو رییس ریچارد دویدنبت وایي: مونږ اړ یو، چې د میلیونونو افغان ښځو، نرینه وو او ماشومانو تر څنګ ودریږو او د هغو د حقونو ساتنه وکړو؛ سولې او ثبات وغزوو.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیديوایي وايي، چې کډوالي هم هغه ستونزه ده، چې د ګڼو افغانانو بشري حقونه یې له خطر سره مخ کړي دي.

د افغانستان د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش بیا ويلي، چې په هېواد کې د امنیت ټينګښت ته یې ځانګړی پام اړولی دی.

هغه زیاته کړې، چې د سولې رامنځته کیدل د بشري حقونو خوندیتوب ته زمینه برابروي او هوساینه رامنځته کوي.  

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په ۱۹۴۸ کال کې تصویب شوې، چې افغانستان هم لاسلیک کړې ده. افغانستان څو لسیزې په جګړه کې ښکېل دی، چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو ګڼې پېښې په کې رامنځته شوې دي. که څه هم د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جنایتونو ځينې پېښې مستندې کړي؛ خو په اړه یې چمتو شوی راپور د ځینو ملحوظاتو له کبله ندی خپور شوی.

خبریاله: افسون محمدي

Trending

Exit mobile version