تازه خبرونه

د راتلونکي کال ملي بودجه له ګواښ سره مخ ده- د شفافیت بنسټ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي، چې ښايي د راتلونکي کال  له ملي بودجې څخه حکومت او بانفوذه کسان ناوړه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولینو څرګنده کړې؛ حکومت میلیونونه دالر لګولي، چې د ملي بودجې په اړه د خلکو نظریات راټول کړي، خو د بودجې د سند په جوړښت کې د خلکو ټول نظریات له پامه غورزول شوي دي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ ريیس سید اکرام افضلي وايي؛ سره لدې، چې د ملي بودجې په بهیر کې اصلاحات راغلي، خو اوس هم د دیارلس سوه اته نويیم کال ملي بودجه د حکومت او بانفوذه کسانو د ناوړه استفادې له ګواښ سره مخ ده.

هغه زیاته کړې؛ حکومت بریالی شوی ندی، چې د ملي بودجې د جوړښت بهیر ملي کړي. همدا علت دی، چې د ناوړه استفادې ډېر احتمال په کې لیدل کیږي او د ملي شورا د تائيد په صورت کې به ناوړه پایلې ولري.

د دغه بنسټ څېړونکي یادې ژمنې د ملي بودجې مسخره کول ګڼي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکي ناصر تیموري ویلي؛ ولسمشر ته نږدې لوړ پوړي کسان ولایتونو ته سفرونه کوي او هلته پرته لدې، چې بودجه په پام کې ونیسي د لویو پروژو ژمنې کوي. په داسې حال کې، چې په ملي بودجه کې دغو پروژو ته هیڅ ځای ندی ورکړشوی.

د ملي بودجې د داد خواهۍ بنسټ وايي، چې حکومت په شعارونو نشي کولی ملي بودجه د خلکو له غوښتنو سره سمه ولګوي.

د ملي بودجې د دادخواهۍ بنسټ غړی روشن سیرن وایي: مونږ په ملي بودجه کې د هغو موضوعاتو غوښتونکي یو، چې په قوانینو کې پرې ټینګار شوی او مونږ غواړو، چې د جنسیتي اړتیاوو له مخې پراختیایي بودجه پلې شي.

د ملي بودجې د دادخواهۍ د بنسټ غړی علي دوست شهاب وایي: د بودجې د سند په پراختیایي برخه کې پیسې لږ اختصاص شوي؛ ملي بودجه واضع نده، د بودجې۳۰ سلنه پیسې معلومې ندي، چې چېرته لګول کیږي او دا برخه هم ګونګه پاتې ده.

په دې اړه د حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندویانو ونه غوښتل، چې په دې اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین وايي، چې په ملي بودجه کې د ولسي جرګې د غړیو له غوښتنو سره باید حکومت سلیقوي چلند ونکړي او دغه راز وړاندیز کوي، چې د دیارلس سوه اته نوییم کال د ملي بودجې سند ته له څېړونو مخکې د تائيد رایه ورنکړي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version