تازه خبرونه

د احتمالي نوماندانو لخوا د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی مشروعیت نلري- څارونکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د ټاکنو څارونکي بنسټونه او حقوق پوهان وایي؛ د ولسمشرۍ د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلام مخکې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو غوراوی قانوني مشروعیت نلري او دا ناقانونه ګام دی.

نږدې اتیا تنه د ټاکنیزو بنسټونو د غړیو او د دواړو کمیسیونونو د دارالانشا ریاستونو ته ورپېژندل شوي دي، چې د ټاکنو قانون د دیارلسمې مادې د تعدیل له مخې؛ ولسمشرۍ ماڼۍ لدې ډلې اووه کسان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته، پېنځه کسان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ته او دوه نور د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو د دارالانشا د رییسانو په توګه ټاکي او وروسته ولسمشر د دې نوملړ لاندې لاسلیک کوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، چې تر درې ورځو پورې به د نوماندانو اسناد وڅېړل شي؛ تر یوې اوونۍ به دا بهیر وروستی شي او نوي کمیشنران به کارونه پیل کړي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، د  ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا د دې کسانو ټاکنه قانوني مشروعیت نلري؛ ځکه د ولسمشریزو ټاکنو وروستی نوملړ ندی اعلام شوی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي، چې تر دې دمه د نوماندانو وروستی نوملړ ندی اعلام شوی او له بېلابېلو پړاوونو باید تېر شي. دوی باید جرمونه ونلري او په اړه یې نیوکې هم ونشي. له وروستي نوملړ له اعلام پرته د دوی غوراوی مشروعیت نلري.              

د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی همایون جریر وایي، چې له رای ورکولو مخکې باید د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلام شي.                 

حقوق پوهان هم  تائیدوي، چې لومړی باید د ولسمشریزو ټاکنو وروستی نوملړ اعلام شي.

د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي، چې د دوی پرېکړه قانوني نه ګڼل کیږي. که دوی رای هم ورکړي، دا به قانوني نه وي.

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند فاروق نجرابي وایي، چې لومړی باید د نوماندانو وروستی نوملړ اعلام شوی وای او بیا ټاکنیزو کمیسیونونو ته غړي غوره شوي وای.             

کارپوهان وایي، وړاندیز شوي نوملړ ته د بې تجربې او د ټاکنیزو کمیسیونونو د برحاله کارکوونکیو د لارموندنې په باب اندېښنې شتون لري.

Trending

Exit mobile version