تازه خبرونه
د سرشمېرنې ملي اداره او ولسمشرۍ ماڼې ټاکنې د یوه لوري پر ګټه راڅرخوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تازه د رای ورکوونکیو نوملړ د سرشمېرنې ملي ادارې ته لیږلی، چې نهه نیم میلیون کسان په کې دي. په داسې حال کې، چې دی بنسټ د جعلي پېژندپاڼو د تشخیص بهیر تازه پیل کړی دی.
دي چارې د ټاکنیزو ډلو اندېښنې راولاړې کړې دي.
د اجرائیه رییس دوه یم مرستیال محمد محقق آریانا نیوز ته په خبرو کې څرګنده کړې، چې د سرشمېرنې او معلوماتو ملي اداره له ولسمشرۍ ماڼې سره په ګډه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او ټاکنڅارو په نه حضور کې پېژندپاڼې څېړي او ټاکنې د یوه لوري پر ګټه راڅرخوي.
هغه وایي؛ دوی غواړي ټاکنې د یوه لوري پر ګټه راوڅرخوي. دوی دا هڅه هم کوي، چې د رایو د ورکولو او نه ورکولو سیمې په ډاګه کړي او بیا هغه سیمې، چې رایې نه ورکوي؛ د هغو پېژندپاڼې باطلې او د هغې بلې وساتي.
محقق خبرداری ورکوي؛ که د دې کار مخه ونه نیول شي، د ټاکنو پایله به ورته د منلو نه وي.
د ولسمشرۍ ځینې نوماندان هم دا بهیر د اندېښڼې وړ بولي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامر تمنا وایي، چې د پارلماني ټاکنو لپاره په جوړو شویو تقلبي پېژندپاڼو کې هم دا اداره ښکېله وه او اوس هم د ارګ تر څارنې لاندې چارې د حاکمې ډلې پر ګته راڅرخوي.
د سرشمېرنې او معلوماتو ملي اداره حاضره نشوه، چې په دي اړه خبرې وکړي؛ خو ټاکنڅاري ډلې اندېښمن دي او څرګندوي؛ د لږ وخت پاتې کیدو له کبله باوري ندي، چې ټاکنې پخپل وخت ترسره شي.