تازه خبرونه

د احتمالي ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت به د جګړې د دوام په معنا وي- سهیل شاهین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالبانو د پلاوي ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې که د احتمالي ټاکنو په پایله کې هر ډول حکومت رامنځته شي؛ دا به د جګړې د دوام په معنا وي.

د آریانا نیوز خبریال زمریالی اباسین، چې په دوحه کې دی، له سهیل شاهین سره  خبرې کړي او دا راپور یې برابر کړی دی.

ښکاري، چې طالبانو د اتم پړاو له پای ته رسیدو وروسته سلامشورې پای ته رسولي او د امریکايي لوري لخوا د نهم  پړاو خبرو پیلیدو ته په تمه دي؛ د خپلو غوښتنو ټولګه یې امریکايي لوري ته سپارلې او اوس، نو باید زلمي خلیلزاد او پلاوی یې باید راتلونکي پړاو ته چمتووالی ونیسي.

نوموړی د نهايي توافق او وروستۍ هوکړې په پایله کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له لومړۍ جوپې وتلو سره هممهاله له امریکا سره له اوربند وروسته د ټاکنو ترسره کول د جګړې دوام بولي.

لدې سره دا پوښتنه راپورته کیدی شي، چې آیا دا به د یوې بلې کورنۍ جګړې پيل نه وي؟!

د طالبانو د خبرو د پلاوې ویاند د دغې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ مونږ خبرو ته لومړیتوب ورکوو او که څوک خبرې نه کوي او نه یې مني جهاد فرض دی او جګړه به روانه وي.

په قطر کې د طالبانو د پلاوي ویاند محمد سهیل شاهین دا هم ويلي؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله له امریکايي لوري سره وروستۍ شوې او له وروستۍ هوکړې وروسته به د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه وشي.

ښاغلی شاهین پر څو ډلو د طالبانو د وېشل کیدو مسله ردوي او وايي؛ یوه برخه اشخاص غواړي، چې په دې توګه د سولې بهیر سبوتاژ کړي.

په داسې حال کې، چې د نهم پړاو خبرو ترسره کیدو نېټه نده مشخصه شوې؛ خو ویل کیږي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له وروستۍ هوکړې سمدستي وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي او د ټاکنو او راتلونکي نظام د برخلیک په اړه به پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version