تازه خبرونه
د بشري حقونو څار بنسټ د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه پر جنګي جرایمو تورن کړل
شاوخوا دوه میاشتې مخکې په جلال آباد ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي، چې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې لخوا وژل شوي وه.
په دې راپور کې د ولسي وګړیو وژنې، صحرایي محکمې، شپني عملیات، هوایي بریدونه، نیونې، د ځینو کسانو تری تم کیدل او پر روغتیایي مرکزونو بریدونه هغه تکتکیونه یاد شوي؛ چې دغه ځواک ورنه کار اخلي او د ملکي مرګ و ژوبلې لامل ګرځیدلی دی.
د بشري حقونو د څار دې سازمان له امریکا او افغان حکومت غوښتي، چې له دولتي تشکیلاتو بهر ټول ملیشه ځواکونه په بیره منحل او بې وسلې کړي.
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان دا ځواکونه په جنګي جرمونو تورنوي؛ دوی بې رحمانه جرمونه کوي، جدي او ناقانونه سرغړونې تر سره کوي، په شپنیو عملیاتو کې د ملکیانو تر منځ له توپیر پرته وژنې کوي، خلک تښتوي او صحرایي محکمې جوړوي.
د جلال آباد پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی محمد ابراهیم ملک زاده ویلي، چې تر دې دمه حکومت دیادې کورنۍ د څلور غړویو د وژنې په اړه هیڅ هم ندي کړي. د قربانیانو ګاونډ حبیب الله وایي، له دې څلور وروڼو کوچني ماشومان پاتې دي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون غړي نعیم نظري ویلي؛ د بې مسوولیتۍ، ناسمو اطلاعاتو او مدیریتي بېوسۍ له کبله ملکي کسان وژل کیږي.
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان وپه ډاګه کړې، د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه، چې د صفریو، صفر دوه، صفر درې او صفر څلور قطعات نومول شوي؛ د ملي امنیت تر پوښښ لاندې فعالیت لري، خو په اصل کې د امریکا د سی آی اې څارګرې ادارې لخوا استخدام کیږي، روزنه یې کیږي، تجهیز او مدیریت یې تر سره کوي او د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې تر قومندې لاندې عملیات کوي.
پخواني پوځي عتیق الله امرخېل ویلي؛ دوی د خلکو کورونو ته له دولتي اجازې پرته ننوځي او بېوسه خلک وژني.
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان له امریکا او افغان حکومت غوښټي، چې ټول هغه ځواکونه منحل او بې وسلې کړي، چې د امنیتي ځواکونو له چوکاټ بهر دي او د جنګي جرمونو او بشري حقونو د نقض په تړاو تورونو څېړلو لپاره له خپلواکو څېړنو سره همکاري وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، که څه هم دې راپور ځینې حقیقتونه بیان کړي؛ خو تېروتنې هم لري.
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان تر دې سرلیک لاندې، چې هغوی پر ډېرو کسانو ډزې کړي، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو د ناوړه استفادې په تړاو دغه راپور خپور شوی، چې له ۲۰۱۷ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کال تر منځنیو پورې څوارلس موارده را نغاړي.