تازه خبرونه

د عدالت نړیواله محکمه غواړي د بریتانوي ځواکونو افغان وژنه وڅېړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بریتانیا د دولت او پوځ یوه نوې څېړنه ښيي، چې په افغانستان کې بریتانوي ځواکونو د افغانانو د وژنې موارد پټ کړي دي.

بي بي سي یو راپور خپور کړی، چې ښیي بریتانوي ځواکونو د افغانانو د وژنې موارد پټ ساتلي او د عدالت نړیواله محکمه اوس غواړي دا راپور او تورونه وڅېړي.

د بریتانیا دفاع وزارت که څه هم دا خبرې ردوي؛ خو وایي، چې دولت ټول تورونه د اسنادو له مخې څېړلي دي.

افغان پوځي مخکښان وایي، دا پټونې به د جګړې پر دوام مستقیم اغېز وکړي.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی اقبال ساپی وایي، چې په افغانستان کې د بریتانیوي او امریکایي ځواکونو جنګي جنایتونو تر سره شوي او هغو غواغړي پر دوسیو یې پرده واچوي. په رښتیا، چې دا موضوع لړزوونکې ده او دا د یو ملت په حق کې ښکاره جفا او جنایت دی.

دوی ټینګار کړی، چې پر جنګي جرمونو پرده اچول له مجرمانو سره مرسته ده او د جرمونو زیاتیدو ته لار اواروي.

د هېواد یو بل پوځي مخکښ ظاهر عظیمي ویلي، چې د افغانستان جنګ ځپلي خلک غواړي، چې دوی بیاید پر ځان قانون پلی کړي او هغه کسان، چې د افغانستان او یا په نورو  جګړو کې پر جنګي جنایت او وژنو تورن دي باید محاکمو ته وسپارل شي او د نړیوالو قوانیو له مخې جزا وویني.          

دغه پخواني پوځیان د دا راز تورونو د څېړلو غوښتنه لري.

پخوانی پوځي اسدالله ندیم ویلي، چې دا له مجریمانو سره مرسته او په حقیقت کې یو جرمي عمل او دغه راز له طالبانو او نورو مخالفو شبکو سره لاس یو کول او د جګړې پراخولو ته زمینه جوړول دي.

مخکې له دې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دوه امریکایي سرتېري، چې په افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن ول، وبښل، چې دا اقدام یې سخت وغندل شو.

Trending

Exit mobile version