تازه خبرونه
د زابل د شهر صفا اوسیدونکي د شپنیو عملیاتو د درولو غوښتنه کوي
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ اوسيدونکيو ويلي، له تېرو څو مياشتو راپدیخوا په پرلپسې توګه د دوى په کليو کې د بهرنيو ځواکونو تر څنګ افغان ځانګړي ځواکونه هم شپني عمليات کوي، چي له کبله يې د دوى ژوند تريخ شوى؛ ځکه، چي خلکو ته په کې ځاني او مالي زيانونه اوړي.
د زابل د شهر صفا اوسیدونکي دوست محمد نومي ویلي، چې د بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو تر څنګ افغان ځانګړي ځواکونه هم د خلکو پر کورونو چاپې وهي او شپني عمليات تر سره کوي.
محمد هاشم نومي هم څرګنده کړې، که يې پر وړاندي شپني عمليات ونه درول شي؛ نو پر لويو لاريونونو به لاس پوري کړي او د کابل- کندهار لويه لار به وتړي.
هغه زیاته کړې د خلکو دغه ستونزه يې په کابل کي د ځانګړيو ځواکونو له قومندانۍ او د کندهار د امنيتي مسوولينو سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه يې کوم ځواب ندى تر لاسه کړى.
د يادوني ده، چي په شپنيو عملياتو کي د بهرنيو ځواکونو تر څنګ د افغان ځانګړیو ځواکونو په عملياتو کې هم ډېرى وخت ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوړي.
