تازه خبرونه

د سترې محکمې لخوا د اداري فساد د لویو دوسیو ساتل قانوني ندي – حقوقپوهان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۸)

د افغانستان د جزايي کارکړنو د قانون له مخې؛ یوه دوسیه باید په ۹ میاشتو کې بشپړه شي، خو په ستره محکمه کې له کلونو راپدیخوا د جګپوړیو چارواکو د اداري فساد پرتې دوسیې فیصله شوې ندي.

یو شمېر حقوقپوهانو د سترې محکمې لخوا د اداري فساد او جرمونو د لویو دوسیو ساتل د قانون خلاف ګڼي.

د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال حقوقپوه عبدالسبحان مصباح وايي، چې په ستره محکمه کې د فساد لویې دوسیې د ځانګړې موخې له مخې ساتل کیږي.

د افغانستان د جزايي اجراتو په قانون کې د یوې دوسیې د بشپړولو لپاره وروستی مهلت نهه میاشتې ټاکل شوی دی.

د یاد قانون ۱۰۱ ماده ښيي، چې د نیولو او حاضرولو په باب امرونه د صادریدلو له نېټې څخه تر شپږ میاشتو پورې چلیږي یا  دا، چې څارنوالي یې د یوې بلې مودې لپاره اوږد کړي.

د معلوماتو له مخې؛ په ستره محکمه کې د حکومتي لوړ پوړیو چارواکو لسګونه دوسیې، چې د میلیونو دالرو فساد په کې دی او د جرمونو بېلابېلې دوسیې له کلونو راپدیخوا بې برخلیکه پرتې دي.

د ولسي جرګې غړي یارباز حمیدی ویلي؛  په ستره محکمه کې د لوړپوړیو چارواکو د قضیو ټول ساتل شوي معلومات باید  خلکو او رسنیو ته په ډاګه شي.

د سترې محکمې د کار کړنو په اړه د آریانا نیوز دا درېیم راپور دی، چې جوړیږي؛ خو د سترې محکمې مسوولین له مرکې ډډه کوي، چې د سترې محکمې دغه کار اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون د مسوولینو او نورو بنسټونو له نیوکو سره مخ شو.

Trending

Exit mobile version