تازه خبرونه

د خبرو د ګډ پلاوي د غوراوي لپاره د پخلاینې عالي شورا جوړیږي- حاجي دین محمد

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۳۹۸)

د سولې عالي شورا مرستیال د یوه ګډ پلاوي د جوړیدو لپاره د پخلاینې عالي شورا له رامنځته کیدو خبره کوي.

د سولې عالي شورا مرستیال ویلي؛ هڅې کیږي، چې له دوه اوونیو څخه په لږ وخت کې د افغان حکومت پلاوی وروستی شي.

د سولې عالي شورا  مرستیال حاجي دین محمد ویلي؛ د روغې جوړې یا پخلاینې عالي شورا به هڅه وکړي، چې په دې برخه کې د حکومت او سیاسیونو مخالفتونه له منځه یوسي او ګډ پلاوی رامنځته شي.

حکومتي سرچینو ویلي، د پلاوي په ترکیب کې اته کسان دي او ځینې نور به د پلاوي د سلاکارانو په توګه له طالبانو سره خبرو ته کیني.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د پلاوي د وروستي کولو لپاره چټکې هڅې روانې دي.

له دې مخکې زلمي خلیلزاد له ولسمشرۍ او سپیدار ماڼیو غوښتي وه، چې خپل اختلافونه پای ته ورسوي او د مرکچي پلاوي پر جوړیدو راوڅرخي.

( د ملي اتل احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود وایي: د افغانستان خلک باعزته سوله غواړي).        

دغه راز یو شمېر سرچینو سي ان ان ته ویلي، د افغان حکومت، طالبانو، سیاسیونو او مدني فعالانو مرکچي پلاوی باید دېرش تنه وي، چې په دې پلاوي کې به د افغان حکومت پېنځه کسان او د مدني ټولنو او سیاسي ډلو لس استازي شامل وي.

تمه ده، چې د کب پر لسمه او د فبروري پر ۲۹ د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو د هوکړې لاسلیک د ۳۰ نړیوالو استازیو په ګدون تر سره او بیاد مارچ پر لسمه د خپلمنځي ناستې پر راتلونکیو چارو خبرې پیل شي.

 

Trending

Exit mobile version