تازه خبرونه
د بشري حقونو د سرغړوونکیو په اړه قانوني پرېکړه کیږي ـ ارګ
د داعش جنګیالیو لوړ پوړی غړی عبدالله اورکزی، چې اسلم فاروقي هم یاد شوی؛ د دغې ډلې له ۱۹ نورو غړیو سره څو ورځې وړاندې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.
اسلام آباد د پنجشنبې پر ورځ په پاکستان کې د افغانستان سفیر ورغوښتی و او له هغه یې وغوښتل، چې اورکزی پاکستان ته وسپاري.
د افغانستان حکومت ویلي؛ هغه یو جنګي مجرم او ترهګر دی، چې په ډېرو جنایتونو کې لاس لري.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال لطیف محمود د داعش د خراسان څانګې د مشر د ورسپارلو په اړه د پاکستان د غوښتنې په غبرګون کې ویلي، د جنګي جنایتکارانو او بشري حقونو د سرغړوونکیو په اړه د افغانستان د سیاسي او جنایي قانون پرېکړه روښانه ده او له مخې به یې پرېکړه وشي.
د چارو شنونکيو ویلي، پاکستان غواړي په افغانستان کې پخپلو جنګي جنایتونو پرده وغوړوي.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم څرګنده کړې؛ پاکستان د داعش خراسان څانګې مشر په یو شمېر تر سره شویو جنایتونو کې لاس لري او غواړي په دې توګه خپل لاس لرل پت کړي.
دغه راز یو شمېر نور داعش د افغانستان د بېوسه خلکو پر وژنو ملامتوي او د پاکستان غوښتنه منطقي نه بولي.
پخوانی پوځي شنونکی عبدالوهاب وردگ وایي، چې زرګونه خلک یې وژلي او کورونه یې ویجاړ کړي؛ دا د ملت وژونکي باید خوشې نشي.
له دې مخکې د بشري حقونو څارونکیو له افغان حکومته غوښتي وه، چې د ملکی وګړیو د وژنې او مشرۍ پر دلیل دې دغه کس عدلي او قضایي څانګو ته راکښل شي.
د یادونې ده، چې اسلم فاروقي په ۲۰۱۹ کال کې د داعش د پخواني مشر ابو عمر خراساني پر ځای د افغانستان مشر پېژندل شوی و.