تازه خبرونه

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ګډ او د اختلاف وړ ټکي کوم دي؟!

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۴, ۱۳۹۹)

دغو سیاسي مشرانو ته نږدې افراد وایي، دواړه د سولې بهیر او په واک کې د  شراکت په اړه ګډ لیدلوری لري؛ خو د ټاکنو د پایلو او هغه ګډ نظام په اړه سره وېشلی نظر لري، چې وکولی شي دواړه په کې ګډ کار وکړي.

له یوې میاشتې ډېرې ناندرۍ او بحثونه وشول؛ خو دوه سیاسي رقیبان د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو بریالي نه شول.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې شهزاده مسعود ویلي، بشبړې هڅې تر سره شوې؛ خو په خواشینۍ، چې ګټه یې ونکړه.     

عبدالله عبدالله له دغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره دوه وړاندیزونه لرل؛ د اجرایي پوست جوړیدل، د سولې مدیریت او په واک کې څلویښت سلنه ونډه او یا به هم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې لغوه کیږي او د ملي یووالي حکومت به دوام مومي.

عبدالله عبدالله  ته نږدې فضل احمد معنوي ویلي؛ ژر به  په دې اړه دریځ روښانه کړي، چې له ارګ سره یې مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیدل.

داکتراشرف غني په یوه طرحه کې د سولې مدیریت او په کابینه کې څلویښت سلنه ونډه عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړې وه؛ خو د اجرایي پوست جوړول او د ټاکنو د پایلو لغوه کول یې له اساسي قانون سره په ټکر کې وګڼل.

د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزیزرفیعي ویلي؛ څومره، چې دا ناندرې ډېریږي هومره په نړۍ کې د افغانستان باور له منځه خي.     

ارګ او سپیدار ویلي، چې د خبرو دروازې اوس هم ندي تړل شوې؛ په سپیدار کې یوه سرچینه وایي، د ثبات او همګرایي ډلې غړیو په تېرو دوه ورځو کې د خپلو نورو ګامونو په اړه بحث کړی او پرېکړه یې کړې، چې که دا هڅې پایله ورنکړي هغه  به عملي کړي.

Trending

Exit mobile version