تازه خبرونه
د تاجکستان پریمیر لیګ د سیمې له کرونا ځپلیو هېوادونو ملاتړ څرګند کړ
Last Updated on: غویی ۱, ۱۳۹۹
د لیګ د درېیمې اوونۍ د یوې لوبې په پیل کې، لوبغاړي د لوی بیرغ مخې ته، چې په کې د افغانستان، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، چین او ازبکستان بیرغونه ځړول شوي وه؛ ودرېدل او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ.
دا، چې تر دې دمه په تاجکستان کې د کروناویروس کومه مثبته پېښه تراوسه نده ثبت شوې؛ د دې هیواد غوره لیګ سیالۍ د تړلو دروازو ترشا ترسره کیږي.
دا په داسی حال کې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۹۹۳ ، په چین کې ۸۳۸۰۴ ، په روسیه کې ۳۶۷۹۳ ، قزاقستان کې ۱۶۶۱، قرغزستان کې ۵۵۴ او ازبکستان کې ۱۴۹۵ کسان له کرونا ویروس څخه رنځ وړي.