تازه خبرونه
د احصایې ملي ادارې ۲۷ زره جعلي پېژندپاڼې له رای نوملړه لیرې کړې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه میاشتې مخکې د ۹،۱ میلیون رای ورکوونکیو نوملړ د روڼتیا او جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره د احصایې ادارې ته سپارلی و.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا رییس حبیب الرحمان ننګ ویلي، چې مرکزي احصایې له څېړنو وروسته په دې نوملړ کې ۲۷ زره جعلي پېژندپاڼې موندلې دي.
ټاکنڅاري بنسټونه وايي، د جعلي پېژندپاڼو شمېر له دې ډېر دی او په دې برخه کې د احصایې د ملي ادارې کار ناکام ګڼي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید د جعلي پېژندپاڼو د پېژندنې په برخه کې د احصایې د ملي ادارې کړنې د قناعت وړ نه ګڼي او د ولسمشرۍ د راتلونکیو ټاکنو د روڼتیا په اړه اندېښمن دي.
د ټاکنو د چارو شنونکي د رای ورکوونکیو په نوملړ کې رښتیني روڼتیا راوستلو به د ټاکنو پر کمیسیون د خلکو د باور جوړولو ته لار اواره کړې وه؛ خو ولې داسې ونه شول.
د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوودعلی نجفي ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د رای ورکوونکیو نوملړ له روڼتیا بې برخې نکړ ؛ نه خیالي تذکرې له منځه ولاړې او نه هم نوملړ روڼ شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ورځې ته نیږدې کیږي؛ خوکارپوهان وايي، که دا بنسټ خپلې چارې بشپړې او کره نکړي، نو لویې ستونزې به رامنځته کړي.