بلخ @ps

د طالبانو د درزاب ولسوال د خپلو ساتونکیو لخوا ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال د خپل ساتونکي قاري امان لخوا ووژل شو. په دې پیښه کې د طالبانو د دې مسوول پېنځه افراد هم وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قومندانۍ امنیت آمر عبدالحفیظ خاشي وایي، هوایي ځواکونه درزاب ته رسیدلي او د وسلوالو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د نوموړي په وینا؛، وسلوالو مخالفینو د پنجشنبې په شپه د ولسوالۍ پر مرکز حمله وکړه، چې د امنیتي ځوکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

هغه زیاتوي، د طالبانو د درزاب ولسوال د خپلو ساتونکیو لخوا وژل شوی او ساتونکي یې داعش ډلې ته تسلیم شوي دي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ الله ندرت وایي، د درزاب په وروستیو جګړو کې خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي او که دولت پام ونه کړي، په دې ولسوالۍ کې انساني ناورین را منځته کیږي.

د درزاب پخوانی ولسوال رحمت الله حشر وایي، ګڼو ملکیانو ته په وروستیو جګړو کې مرګ و ژوبله اوښتې ده او که دولت ژر یې لاسنیوی ونه کړي؛ وضعیت به نور هم کړکیچن شي.

د چهارشنبې په ورځ هم وسلوالو مخالفینو پر درزاب ولسوالۍ برید کړی و، چې څلویښت بریدګرو ته په کې مرګ و ژوبله واوښته او شاتګ ته اړ شول.

Trending

Exit mobile version