تازه خبرونه

د سرپرست وزیرانو سرپرستۍ د حکومت یوه برخه فلج کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په کابینه کې د اووه سلب صلاحیت شويو وزیرانو په ګډون یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي، چې د حکومت یوه برخه یې فلج کړې ده.

سره له دې، چې د ملي وحدت حکومت د سیاسي ډلو له نیوکو سره مخ دی؛ خو د ملي دفاع، بهرنیو چارو، کانونو او پترولیم، پوهنې، کاراو ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو، مخابراتو، اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبایلو، فواید عامې او د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارتونه هغه بنسټونه دي، چې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالرووف انعامي وایي، دا وزیران خلکو او د خلکو استازیو ته ځواب ورکوونکي نه دي او حکومت پر دغو سرپرستانو حکومت فلج کړی دی.        

په ولسي جرګه د کونړ استازي صالح محمد صالح په ډاګه کړې، چې سرپرستي د دوه میاشتو لپاره ده؛ خو حکومت قانو تر پښو لاندې کړی او سرپرستي یې روانه ساتلې ده.           

د سیمه ییزو ادارو یوه برخه هم له ننګونو سره مخ ده؛ که څه هم ولسمشر امر کړی و، چې د تېر کال د وري تر میاشتې پورې دې ټولې ولسوالۍ د وړ ولسوالانو لخوا اداره شي، خو اوس هم له ۳۸۲ ولسوالیو شاوخوا څلوېښت یې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده زیاتوي، مونږ هڅه کوو، چې ولسوالیو ته نوي مسوولین ولیږو.

د هغې د وینا له مخې ، یوازې یو نورستان ولایت دی، چې د سرپرت والي لخوا اداره کیږي.                

د ملي وحدت حکومت بیا وایي، چې د سرپرستي ستونزې د پای ته رسولو هڅه کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد وایي، څلور نوماند وزیران ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي او پاتې نور به هم دې جرګې ته وروپېژندل شي.

د نوموړي په وینا؛ د ځنډ لامل یې شایسته سالاري ده.               

مخکې له دې د تېر کال د لړم په میاشت کې اووه وزیران د ولسي جرګې لخوا؛ ځکه سلب صلاحیت شوي وه، چې ولې یې پراختیایي بودجه کمه لګولې ده.

Trending

Exit mobile version