تازه خبرونه

د طالبانو روا یا سالم لید لوري ته پاملرنه اړینه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې عالي شورا رييس وايي، چې د سولې په اړه د طالبانو روا یا سالم لید لوري ته پاملرنه په کار ده.

 کریم خلیلي، چې د سولې عالي شورا نوی ريیس ټاکل شوی وايي؛ سوله دښمن ته د امتیاز ورکولو په معنا نده او نه هم له وسلوالو طالبانو څخه د تسلیمیدو تمه لرو.

دی وايي، چې د سولې په بهیر کې په کار ده، چې د دواړو خواوو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د سولې عالي شورا ريیس د جګړې پر پراخیدو اندېښنه وښوده او ټينګار یې وکړ، چې روانه جګړه باید پای ته و رسیږي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا ريیس اکرم خپلواک وايي، چې د سولې نوې ستراتیژي وروستۍ شوې او نړیوالې ټولنې له نوې ستراتیژې څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

د سولې عالي شورا اووه کاله پخوا جوړه شوه، چې د سولې خبرو ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې پاتې راغلې ده. نیوکې پرې دا دي، چې یو شمېر کسانو ته د لوړو معاشونو او میلیونو دالرو د لګولو زمینه برابره شوې؛ خو سوله، چې د افغانانو لویه هیله ده، اوس یې هم څرک نه تر سترګو کیږي.

Trending

Exit mobile version