بلخ @ps
د بغلان پر بورکه ولسوالۍ وسلوال برید پر شا وتمبول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي، وسلوالو د دوشنبې په سهار د بورکې ولسوالۍ پر بازار وسلوال برید وکړ؛ خو له ماتې سره مخ شول.
د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع وايي، وسلوال له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري، چې هرځل ماتې خوري او مرګ و ژوبله زغمي.
هغه زیاته کړې، په دې برید کې یو سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او ملکي خلکو ته هم مالي او ځانی زیان اوښتی دی.
د نوموړي په وینا؛ د دوشنبې پر شپه هم وسلوالو پر بورکه ولسوالی برید وکړ، خو د پېنځه وسلوالو په وژل کیدو له ماتې سره مخ شول.
د سیمې اوسیدونکیو له والي او امنیه قومندان غوښتي، چې سمیې ته مرستندوی سرتېري ولیږي؛ خو د بغلان امنیه قومندان وايي، امنیتي ځواکونه د هر راز برید لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د بغلان بورکه د تخار له اشکمش او د کندوز له چهاردرې سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده.