تازه خبرونه
د حامد کرزي پر هوايي ډګر توغندیز برید سوداګرو ته زرګونه دالر زیان رسولی
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د حامد کرزي پر هوايي ډګر د تېرې ورځې په توغندیزو بریدونو کې سوداګرو او هوايي شرکتونو ته په زرګونه دالر زیان رسیدلی دی.
د حامد کرزي هوايي ډاګر د برید له کبله د شپې تر ناوخته د مسافرو او الوتنو پرمخ تړل شوی و او ویل کیږي، چې مسافرو ان د ځان خونديتوب ته هم کوم مناسب ځای نه د رلود.
د سوداګرۍ خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، د دې پېښې له کبله هوايي شرکتونو او مسافروته په زرګونه دالر مالي زیان رسیدلی.
نوموړی په دا سې شرایطو کې د الوتنو پر بندولو حکومت او د هوايي چلند خپلواکه اداره په بی کفایتي تورنوي.
ښاغلی خان جان الکوزی وایي، په افغانستان کې څلورلسیزې جګړه وه حکومت باید د بېړنیو حالاتو لپاره تدا بیر ولري. مونږه کابل ته څیرمه پراخې ځمکي لرو حکومت باید د بېړنیو حالاتو لپاره ترینه کار واخلي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې مواردو کې د هوايي چلند خپلواکه اداره په بې باکۍ تورنوي او زیاتوي، چې دوۍ باید د دې ستونزې د حل لپاره له وړاندې حل لار کتلې وای.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، په هوايي چلند خپلواکه اداره کې هیڅ کاري وړتیا نشته. که وړتیا وای؛ نو د بېړنۍ پېښې مخه به نیول شوي وای. باید بدیلو او بېړنیو ستونزو ته یې تدابیر درلودای.
د پرونۍ ستونزې له کبله د هېواد اجرائیه رییس هم ونه توانیده، چې په هند کې د افغان او هندې سوداګرو ګډ نندارتون پرانستلو ته په ټاکلي وخت ځان ورسوي.
د هوايي چلند خپلواکې ادارې تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خبریال: اسلم حجاب