بلخ @ps
د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالي امنیتي ځواکونو بېرته ونیوله
تاله و برفک ولسوالي، چې دوه ورځې مخکې وسلوالو طالبانو نیولې وه؛ نن له غرمې وروسته د پوځ د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو له شتون پاکه شوه.
د تاله و برفک ولسوالي د چهارشنبې په ورځ د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندې راغلې وه؛ خو افغان ځواکونه وتوانېدل، چې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته په ځانګړیو عملیاتو کې دغه ولسوالۍ بېرته له طالبانو آزاده کړي.
د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان تورنجنرال مهمند کټوازی وایي، افغان ځواکونه اوس د ولسوالۍ په مرکز کې دي او طالبانو، چې له ډېرو تلفاتو سره مخ شوي، د تېښتې لار غوره کړې ده.
د بغلان والي عبدالستار بارز وایي، د امنیتي ځواکونو ماموریت په بغلان کې د ناامنو سیمو د امنیت تامین او د وسلوالو مخالفینو ځپل دي.
د بغلان امنیه قومندان نور حبیب گلبهاري په یوه خبري غونډه کې د ناتو د هوایي ځواک له نه همکاري شکایت وکړ.
نوموړی دغه راز وایي، چې وسلوال طالبان پر نویو روسي وسلو سمبال شوي، چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د نوید ۳۳ عملیات د ډنډغوري، پلخمري او مرکزي بغلان په منګلیانو سیمو کې د وسلوالو د ځپلو لپاره روان دي.