بلخ @ps

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالي وسلوالو مخالفانو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان ولایتي شورا رییس او غړي پېښه مني او وایي، چې دا ولسوالي تېره شپه له څو ورځنیو نښتو وروسته درې نیمې بجې طالبانو ونیوله او تر دې دمه د ۲۵۰ سرتېرو برخلیک څرګند نه دی، ۲۰ هاموی او پوځي رنجر موتر او په ډېر شمېر مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني وایي: تاله او برفک ولسوالۍ طالبانو نیولې او سرتېري هم د ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي.

د ولایتي شورا غړی محمد ظریف ظریف وایي : امنیتي بنسټونه د دغه ناورین ستر لامل دی.

هغه زیاتوي؛ اوس هم وخت شته باید هر اړخیز عملیات تر سره شي او ملي ځواکونه وژغورل شي.  

د تاله او برفک ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې که لومړنۍ مرستې ور ورسیږي؛ بیا به ولسوالي ونیسو او د تلفاتو مخه به هم ونیول شي.  

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښې پخلی کړی او په ډاګه کړې یې ده ، چې ګڼ مهمات او وسلې ترې تر لاسه شوې دي.

هغه په خپل تویت کې زیاته  کړې، چې د تاله او برفک ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د دوی د ځواکونو ګوتو ته ورغله؛ ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي او ډېرې سپکې او درندې وسلې، مهمات او وسایط طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو د بدخشان کوهستان ولسوالي هم ونیوله، کورنیو چارو وزارت يې دوه ورځې وروسته د بېرته نیولو دعوه وکړه؛ خو طالبانو بې اساسه وبلله.

د طالبانو د خندق له عملیاتو نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، چې حکومت يې هم پر ضد په ۱۲ ولایتونو کې څوارلس پوځي عملیات پیل کړي دي.

دفاع وزارت د یادې ولسوالۍ نیول ردوي؛ خو د دغه ولایت د ولایتي شورا مشرتابه او غړي امنیتي بنسټونه د خلکو غولوونکي بولي او وایي، چې د بغلان ولایت امنیتي وضعیت له هغې بدتر دی، چې انعکاس کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې ویلي: وسلوالو طالبانو د جګړې نوښت تر لاسه کړی او حکومت د ناامنیو د مخنیوي لپاره مناسب او عملي ګامونه هم نه دي اخیستي.

خبریال: محمد ذاکر نوری

Trending

Exit mobile version