تازه خبرونه

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۱۹ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې د ګډو امنیتي ځواکونو پر هوایي برید د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ۱۹ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د دغې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ تېره شپه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د تورموش په اړوند سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو د ګډو امنیتي ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د دغې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي؛ له څو ورځو راپدیخوا وسلوالو مخالفانو په اړوند سیمه کې بشپړ ټینګار کاوه، خو تېره شپه یې مرکزونه بمبارد او له درندو تلفاتو سره مخ شول.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونه د تاله او برفک ولسوالۍ پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version