تازه خبرونه
د احمد شاه مسعود د تلین پر هوایي ډزو او ځانمرګي برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
چارواکو ویلي، چې د احمد شاه مسعود د ۱۷ تلین په مناسبت ښار ته د راوتلیو کسانو د ناتاره هوایي ډزو پر لامل ۱۳ کسان ټپیان شوي او دغه راز ځانمرګي ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو پولیسو ۱۰۰ ناقانونه وسلوال نیولي دي.
د سنبلې اتلسمه په قانون کې د شهید اوونۍ بلل شوې، چې په دولتي او نادولتي کچه یې لمانځنه کیږي؛ خو پر دغه ورځ یو شمېر کسان د موټرو کاروانونه جوړوي او کابل ښار ته راننوځي او هرې خوا ته ناتاره هوایي ډزې کوي، چې په دې توګه په ښاریانو کې وېره او ترهه رامنځته کیږي.
د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي، چې په هوایي ډزو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
راوتلیو کسانو د احمد شاه مسعود د بنسټ هغه غوښتنې ته هم پاملرنه ونکړه، چې ډزې ونکړي، خلکو ته ضرر ونه رسوي او د وینو بانکونو ته خپله وینه ورکړي.
د کابل ښار اوسیدونکی ارسلان قیومي پرهغو کسانو هم نیوکې کوي، چې د شهید د اوونۍ او احمد شاه مسعود د تلین پر پلمه ښار ته راوځي او پخپلو ډزو ښاري نظم له منځه وړي.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی شاداب هاشمي وایي، د موترو د دغه کاروان فعلان برچې، چاقوان او بېلابېل جنګي وسایل لیږدوي او په دې توګه په خلکو کې وېره او ترهه خپروي.
د احمد شاه مسعود د فکر ځينې پلویان هم وايي، چې په دغه ورځ باید خلکو ته ستونزې جوړې نشي او له بیځایه ډزو دې ډډه وشي.
اجرائیه رييس عبدالله عبدالله وایي، چې د وېرې او ترهې رامنځته کول د ملي اتل احمد شاه مسعود غوښتنه نده او دغه کار یې د مسعود بیا ترورول وګڼل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د احمد شاه مسعود له دغو پلویانو وغوښتل، چې: په راتلونکي کال کې د ستونزو جوړولو او ناقانونه ګرزیدو پر ځای د کابل خلکو ته ګلونه وړاندې کړئ.
په همدې حال کې ملي امنیت ځواکونه وايي، چې د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې یې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسیدو مخکې وژلی دی.
د سرچینې په وینا؛ بریدګر غوښتل، چې د سنبلې د اتلسمې په مناسبت پر را وتلي کاروان برید وکړي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت هم پر دغه کاروان له یوه ځانمرګي برید خبر ورکړی، چې په کې ۷ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. دغه برید د سلیم کاروان څلور لاري ته نږدې د احمد شاه مسعود د ۱۷ تلین د موترو پر کاروان تر سره شوی دی.
د کاروانونو په بڼه راوتلیو کسانو په داسې حال کې ښاري ګډوډي رامنځته کړه، چې امنیتي ځواکونو ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیولي وه. د کاروان وسلوالو کسانو هغه لارې هم پرانیستې، چې امنیتي ځواکونو د امنیت د سمون لپاره تړلې وي.