تازه خبرونه

د طالب استازیو او خلیلزاد له خبرو هرکلی څرګند شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالی شورا په قطر کې د وسلوالو طالبانو د استازیو او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ له خبرو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د وسلوالو طالبانو له استازیو سره له خبرو وروسته کابل ته راغلی او دلته یې هم له سیاسي او جهادي رهبرانو سره لیدونې کتنې روانې ساتلې دي.

خلیلزاد له قطر څخه له را ګرزیدو وروسته په کابل کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي دي.

د حزب اسلامي یوه غړي ویلي، چې د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد هڅې او تګلاره هیله بښونکې دي.

د حزب اسلامي لوړپوړي غړي همایون جریرپه ډاګه کړې؛ دا، چې خلیلزاد د سولې لپاره هڅې کوي او امریکا هم د افغانستان سولې ته ژمنه ده؛ مونږ پرې خوښ یو او ښاغلی حکمتیار هم له دغه بهیره هرکلی کړی دی.  

د یو شمېر نورو سیاسي او جهادي ډلو مشران هم له خلیلزاد سره د خبرو په تمه دي او وايي، چې له سیاسي ډلو سره د خلیلزاد خبرې اترې کولی شي، د سولې لار آسانه او خنډونه له منځه لیرې کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون او نهضت ګوند رييس سید اسحاق ګیلاني وایي: د خلیلزاد هڅې ډېرې ښې دي؛ خو باید له نورو ګوندونو سره هم وګوري؛ ځکه، چې دا ګوندونه د افغانستان د خلکو دي او د دغه هېواد د خلکو لپاره دي او باید له ټولو سره خبرې وکړي، چې یوې بنسټیزې پرېکړې ته ورسیږي.

وسلوال طالبان د سولې د خبرو اصلي لوری امریکا ګڼي او ور سره نږدې پاتې شوي کسان هم وايي، چې په قطر کې د خلیلزاد او وسلوالو طالبانو د استازیو ترمنځ خبرې د سولې یوه ښه پیلامه بلل کیږي.

د وسلوالو طالبانو پخوانی غړی سید اکبرآغا وایي: طالبانو له خلیلزاد سره د خبرو پخلی کړې؛ دا ډېر ښه کار وشو او باید دا لیدنې روانې وساتل شي، ځکه له طالبانو سره د جګړې اړخ امریکایان دي، نه د افغانستان خلک.  

د افغانستان د سولې عالي شورا هم له وسلوالو طالبانو سره په قطر کې د زلمي خلیلزاد له لیدو کاتو هرکلی کړی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال اسدالله زایر وایي: د سولې عالی شورا سولې ته د رسیدو لپاره له هرې کورنۍ او بهرنۍ هڅې هرکلی کوي او په ځانګړي توګه د خلیلزاد او طالب استازیو خبرې یو غوره پورته شوی ګام دي.  

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي، که وسلوال طالبان په رښتیا هم سوله غواړي؛ نو په تخار کې پر ټاکنیز کمپاین شوی برید باید وغندي او ټاکنې له ستونزو سره مخ نه کړي.

Trending

Exit mobile version