تازه خبرونه

د حامد کرزي له هوایي ډګره، ۵۹ پولیس له ندو لیرې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت  د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له ګومارل شویو سرحدي پولیسو یو کم شپیته تنه له دندو لیرې کړي او یا یې بل ځای ته لیږلي دي.

کورنیو چارو وزارت د دغه کار موخه په جوړښټونو کې سمونونه یادوي او زیاتوي، چې د ۱۶  بندرونو د سرحدي پولیسو په لیکو کې به ډېر ژر لوی بدلونونه رامنځته شي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، مونږ به ډېر ژر په کشفي، استخباراتي او جنایي بنسټونو کې پراخ بدلونونه رامنځته او هیڅوک د دغو اصلاحاتو د ترسره کولو خنډ کیدی نشي.           

د دغه وزارت امنیتي مرستیال ویلي، چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ځینې سرحدي پولیس د پیسو، سرو زرو، عتیقه آثارو او نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي وایي، چې د کابل له نړیوال هوایي ډګره نشه یي توکي، پیسې، عتیقه آثار نورو هوایي ډګرونو ته او له هغه ځایه ګاږونډ هېوادونو ته لیږدول کیږي.            

د سرحدي پولیسو رییس عبدالله ستانکزی وایي، چې مونږ ډېرو تجهیزاتو ته اړتیا لرو او د هېواد سرحدي پولیس دې باید تجهیز شي.        

کارپوهان وایي، د کورنیو چارو وزارت په نویو بدلونونو کې لاسوهنې د فساد لوی عوامل شمېرل شوي؛ خو کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو په ګومارلو کې له روڼتیا کار اخیستل کیږي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version