بلخ @ps
د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ ۶۰ سلنه خاوره له طالبانو سره ده
د بغلان د بورکې ولسوالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ شپېته سلنه خاوره له طالبانو سره ده.
د بغلان د بورکې ولسوال شمس الدین شهاب وایي، په دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو حضور ډېر شوی او د بورکې ولسوالۍ پر شپېته سلنه خاوره حاکمیت لري.
نوموړی په دې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر نه ترسره کیدو اندېښنه ښيي او وايي، چې طالبان له خلکو باج اخلي او درې وخته ډوډۍ یې هم پر خلکو حواله کړې ده .
د بورکې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد علی وايي، دا ولسوالي له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده؛ خو امنیتي ځواکونو یې پروړاندې وسلواله مبارزه کړې ده.
د بغلان محلي چارواکو ويلي؛ بورکه ولسولي په دې ولایت کې د طالبانو لپاره یو بل امن ځای دی، چې د جنرال عبدالرحمان سیدخېلی او انجنیر عمر په ګډون د ډېرو ترورونو پلان هم په همدې ولسوالۍ کې جوړ شوی و.
بورکه د بغلان ولایت په ختیځ کې پرته ولسوالي ده، چې له تخار او کندوز ولایتونو سره ګډه پوله لري.