تازه خبرونه

د ابوظبۍ په غونډه کې د(افغان حکومت) له استازیو سره د خبرو اترو هيڅ امکان نشته-طالبان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبانو ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا په متحده عربي اماراتو کې د طالب استازي له امریکايي لوري سره د سرتېرو د وتلو په اړه جدي خبرې روانې ساتلې دي.

د طالبانو په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د ځينو نورو ملکونو استازي هم شته؛ خو د(افغان حکومت) بېلابېل چارواکي له تېرې ورځې راپدیخوا په مکرر او ناسم ډول راپورونه خپروي، چې ګنې په دې غونډه کې به د کابل ادارې استازي هم د اسلامي امارت له استازیو سره وګوري.

موږ یو ځل بیا داسې راپورونه ردوو؛ ځکه د اجندا ټول بحث هغه موضوعات دي، چې له امریکایانو سره تړاو لري او له هغو سره به پرې خبرې کیږي.

رویترز خبري سرچینې په ډاګه کړې، چې د ابوظبۍ په دوه ورځنۍ ناسته کې له طالبانو سره د خلیلزاد وړاندیز، ۶ میاشتنی اوربند دی.

دغه راز یادې سرچینې د یو طالب قومندان له وینا څرګنده کړې، چې:

لومړی باید لنډمهاله اداره رامنځته شي، چې رییس به یې هم د طالبانو په وړاندیز غوره کیږي.

دوه یم دا، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان به دا بهیر ډاډمنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل او د دواړو لوریو لخوا د مخامخ ناستې د چمتووالي لپاره د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ ابوظبۍ ته د یو دولتي پلاوي له رسیدو خبر ورکوي.

Trending

Exit mobile version