بلخ @ps
د طالبانو په کمین کې د بغلان د سیمه ییزو پولیسو قومندان ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییز چارواکي وایي، چې د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان سلیم کوچی تېره شپه د طالبانو په کمین کې له خپل یو ساتونکي سره ووژل شو.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د قومندان کوچي موتر د توغندي پر توغیدو بشپړ سوځیدلی دی.
سلیم کوچی د خپل کور په څو قدمۍ کې تر برید لاندې راغلی دی. د هغه کور د پلخمري په حسین خېلو سیمه کې پروت دی.
ښاغلی کوچی لدې مخکې د بغلان ولایت د دوه یمې امنیتي حوزې آمر و.
بغلان ولایت د هېواد په شمال کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.