بلخ @ps

د بغلان- پلخمري د لویې لارې د کندک مرستیال ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر سهار( د مرغومي ۱۷) وسلوالو طالبانو د بغلان– پلخمري د لویې لارې د کیلګي په اړوند سیمه کې د دغې لارې د کندک مرستیال محمد فواد عطایي وژلی او درې نور سرتېري یې ټپي شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني د دغه خبر د منلو تر څنګ ویلي، چې دغو سرتېرو د کیلګي په اړوند سیمه ګزمه کوله، چې د طالبانو له کمین سره مخ او موتر یې د مرمۍ پر لګیدو ویجاړ شو.

بغلان ولایت د شمالي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

وسلوالو طالبانو دغه برید منلی او وایي، چې تېره شپه په کیلګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان وسلوال برید تر سره شوی، چې په کې د قومندان فواد عطایي په ګډون څلور سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version